د لارښوونې لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
تاسو د همدې فولډر په کارولو سره خپل اړین اسناد او معلومات را ولیږئ.
زموږ ماهر کارکوونکي به ستاسو د غوښتنلیک پروسس او تائید وکړي.
موږ تاسو ته خبرتیا درکوو او ستاسو تصدیق شوي اسناد درلیږو او یا هم ستاسو د غوښتنلیک پایله تاسو ته سپارو.
د لاړښود بنست په څلوړو کلیدي برخو کي تخصص لري چې د رسمي او د سفرد موضوعاتو په تړاو ستاسو له اړتیا سره سم مرسته کوي.
د بایو مټریک نوم لیکنه او ثبت : د رسمي غوښتنلیکونو او د اسنادو لپاره ستاسو د ګوتو نښې او انځوړ له اړتیا سره سم اخیستل کیږي.
د اسنادو تائید: له مختلفو وزارتونو، سفارتونو، قونسلګریو او نورو دولتي ادارو څخه ستاسو د اسنادو د تصدیق لپاره د اسانتیاو برابرول
د اسنادو تصدیق: د رسمي ادارو له غوښتنې سره سم د تایید شوي او تصدیق شوي اسنادو کاپي چمتو او وړاندې کول.
د سفر خدمتونه: د سفر لپاره په الوتکه کې د تکیت/ سیټ نیولو او په دې برخه کې د نورو مهمو سفري خدمتونو وړاندې کول.
نه، لاړښود یو خصوصي جواز لرونکی مرکز، او د یو ارتباطي شبکې په توګه کار کوي. تر څو په انفرادي توګه د مراجعینو د شخصي او تجارتي اسنادو قانوني پړاوونه په غَور او اغیزمن ډول ترسره کړي، او د بایومټریک دپېچلې پروسې په اړه له خلکو سره مرسته کوي.
د اسنادو تائید او تصدیق هغه رسمی پروسه ده ، کوم چي د سند اصالت/ اصلي والي په بهرنی هیوادونه کي تائیدوي. چې دغه
اسنادونه په عموي توګه د کار، تعلیم او په مهاجرت کي د پیل په موخه ټول شامل دي او یا هم د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره هغه اسناد چې بهرنیو هیوادونو ته یې سند د ثبوت په توګه د اعتبار وړ وي.
موږ د یو پراخ نیټ ورک یا شبکې په لرلو سره ستاسو د اسنادو تصدیق او تائید په ټولو ادارو کې اسانتیاوې برابرولی شو، چې په هغو کې لاندې ادارې شاملې دي:
د هیواد په کچه وزارتونه: لکه د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت او داسې نور…
په ډیر درنښت له تاسو هیله کوو، چې خپل اړوند اسناد، د هیواد د نوم سره او د نورو تفصیلاتو د رالیږلو لپاره له موږ سره اړیکه اړیکه ونیسئ
په دې برخه کې موږ د اسنادو د تصدیق او تائید ډیره لویه ساحه تر پوښښ لاندې لړو، چې په هغه کې هر ډول اسناد شامل دي زموږ د کار ساحه تر یوه بریده محدود نه ده لیکن په عمومي ډول لاندې اسناد موږ ته تائید او تصدیق لپاره راځي:
بایومیټریک یو ځانګړی فزیکي عمل دی چې د مخصوصو وسایلو په وسیله ستاسو د ګوتو نښې د سترګو او څیرې انځور ستاسو د پیژندنې او هویت په موخه د ځینو اسنادو د ترلاسه کولو په موخه اخیستل کیږي.
هو، موږ په جدي توګه سپارښتنه کوو، چې تاسي د ملاقات وخت ونیسي ، نو اړینه ده چې تاسو یوځل اړوند ادارې ته ولاړ شئ.
ترڅو ډاډ ترلاسه کري موږ په چټکۍ سره خپل خدمات ترسره او ستاسو د انتظار وخت مو را کم کړ. بله دا چې ستاسو ورتګ اړوند ادارې ته د بایو میټریک د اخیستلو لپاره ځکه اړین دی چې په فیزیکي توګه له تاسو څخه عکس او د ګوتو نښې واخیستل شي.
د سفرد خدماتو په برخه کې مونږ تاسو سره د نړیوالو او داخلي الوتکو د سیټونو/ تکیټ د نیولو برخه کې بشپړه مرسته کوو، زموږ موخه دا ده چې تاسو ډیر هوسا او ارزانه سفر وکړئ او تاسو ته په دې برخه کې کومه ستونزه پیدا نشي.
د اسنادو د پروسس موده په عموم کې د اسنادو ډولونو پورې اړه لري، د مشخص هیواد واټن او په دغه اسنادو کې ښکېل د زارتونه او سفارتونه ړول دي، د یادو ادارو اصول او کار په دې موضوع کې ډیر مهم دي. موږ هغه مهال تاسو ته په اټکلي توګه د دې کار د پروسس لپاره وخت او زمان ټاکلی شو کله چې موږ ستاسو اسناد یو ځل مطالعه کړو.
فیسونه د اړین خدمت په ډول (لکه تصدیق، تائید، بایومیټریک، سفر)، د غوښتنې په پیچلتیا، او د اړوندو ادارو د لګښتونو پر بنسټ ټاکل کیږي. موږ تاسو ته تر هوکړې مخکې روښانه قیمتونه او د ټولو لګښتونو بشپړ تفصیل وړاندې کوو.
د دې لپاره چې وپوهیږئ ستاسو اسناد تر کومه بریده پروسس شوي، تاسو کولای شئ د خپلو اسنادو د تائید او تصدیق لپاره زموږ له ملاتړیزه ټیم سره په هغه شمیره اړیکه ونیسئ کومه شمیره یې چې تاسو ته د رسید په پارچه کې درکړې ده.
په دې تړاو هیله کوو، چې تاسو له خپلو اصلي اسنادو سره یوځای زموږ مرکز ته تشریف راوړئ، زموږ کارکوونکي/ سلاکاران به د ټولې پروسې او شرایطو په اړه تاسو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي، همدا راز تاسو کولای شئ چې د اړیکو څانګې سره په هغه شمیرې اړیکه ونیسئ ترڅو تاسو ته په دې اړوند لومړني معلومات درکړي.